اسلام آباد سيشن عدالت د علي امين ګنډا پور ضمانت د دسمبر مياشتې اتمې نېټې پورې غزولې

0
39

د اسلام آباد سيشن عدالت د خيبر پښتونخوا د مال وزير علي امين ګنډا پور عبوري ضمانت د دسمبر مياشتې اتمې نېټې پورې غزولې دې

د خيبرپښتونخوا د مالياتو وزير علي امين ګنډا پور د شرابو د برآمدګۍ په مقدمه کښې سيشن کورټ اسلام آباد ته وړاندي شويدې او عدالت دپوليس په کارکردګۍ د سخت خفګان څرګندونه اوکړه او وے وئيل چې د کوم قانون لاندې يو اے ايس آئي د صوبائي وزير د معاملې پلټڼې کوي
په دې موقع عدالت راتلونکي اورېدنه کښې ايس ايچ او ته په ذاتي توګه راغوښتې دې او دا پوښتنه ئې هم کړې چې په دي مقدمه کښې دفعه څلور سوه څلور څلويښت ولې لګولې شويده
د تحريک انصاف د اسلام آباد بندولو احتجاج دوران ځائي پوليس د خېبرپښتونخوا د مال وزير صوبائي علي امين ګنډا پور د ګاډي نه د اکتوبر په مياشت کښې د وسلې او شرابو برآمد کولو دعوى کړې وه