اسلام آباد لوک ورثه کښې درې ورځنې ادبى ميله سرته رسيدلے

0
32
 د اکسفورډ پبلشرز سورى لاندې د اسلام آباد لوک ورثه کښې درې ورځنې  ادبى ميله سرته رسيدلے چې پکښې ګڼ شمير خلقو د اديبانو،شاعرانو، دانشورانو،نوى کتابونو او د ټنګ ټکور پرفارمنس نه خوندونه اخستى دى
د سرښار  اسلام آباد لوک ورثه کښې درې ورځنې ادبى ميله کښې ګډون والو په ميډيا غږ کړے چې د ادبى ميلو انعقاد نه معاشرے باندې مثبت اثرات پريوځى  او دې سره د انتهاپسندې او ترهه ګرۍ مقابله هم کيدې شى
ادبى ميله کښې د نوى کتابونو په درځنونو سټالونه لګيدلى وو چې پکښې په کم قيمت کتابونه ملاويدل او خلقو پکښې ډيره دلچسپى واخيسته
ياده دې وى چې د اکسفورډ پبلشرز سورى لاندې دغه څلورمه ادبى ميلا وه چې پکښې د خېبرپښتونخوا،پنډۍ او بعضې نورو ښارونو خلقو هم  ګډون کړېدے