اسلام آباد هائيکورټ د فردوس عاشق اعوان خلاف د توهين عدالت يو بل درخواست منظور کړو

اسلام آباد هائيکورټ د فردوس عاشق اعوان خلاف د توهين عدالت يو بل درخواست منظور کړو

اسلام آباد هائيکورټ د معاون خصوصي برائے اطلاعات فردوس عاشق اعوان خلاف د توهين عدالت يو بل درخواست سماعت لپاره منظور کړو، د فردوس عاشق اعوان خلاف ايکسل لوډ حوالي سره عدالتي حکم خلاف ورزۍ باندي درخواست دائر کړې شوي وو، درخواست کښې موقف خپل کړې شوي چي ايکسل لوډ متعلق فردوس عاشق اعوان د عدالتي حکم خلاف ورزي کړې ده
اسلام آباد هائيکور ټ کښې دمعاون خصوصي برائے اطلاعات فردوس عاشق اعوان خلاف توهين عدالت يو بل درخواست دائر کړے شوي، کوم چي سماعت لپاره منظور کړے شويدې
درخواست کښې وئيلي شويدي چي عدالت ايکسل لوډ باندي عمل درامد معطل کولو سلسله کښې د وزارت مواصلات په نوټيفيکشن حکم امتناع جاري کړي وه او د ايکسل لوډ په قوانين ئي عمل درامد هدايت کړي وو، ولي فردوس عاشق دي سلسله کښي ټويټ کړې وو او وئيلي وو چي وزير اعظم عمران خان د ايم نائن موټر وے باندي ايکسل لوډ عمل درآمد ودرولې دے،
درخواست کښې وئيلي شويدي چي فردوس عاشق اعوان ټويټ د عدالتي حکم خلاف ورزي ده لهذا عدالت دي د هغي خلاف توهين عدالت کارروائي اوکړي،د اسلام آباد هائيکورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب به راتلونکي هفته کښې د دې درخواست سماعت کوي