اسلام آباد هائيکورټ پخواني وزيراعظم نوازشريف حاضرۍ نه د استثني درخواست مسترد کړي

اسلام آباد هائيکورټ پخواني وزيراعظم نوازشريف حاضرۍ نه د استثني درخواست مسترد کړي

اسلام آبادهائيکورټ په العزيزيه ريفرنس کښي د پخواني وزيراعظم نوازشريف د حاضرۍ نه د استثني درخواست مسترد کړيدے او د هغه ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاري يي جاري کړيدي۔اسلام آباد هائيکورټ کښي د نواز شريف د نمائنده په زريعه د پيروي درخواست هم مسترد شويدے او د پخواني وزيراعظم نواز شريف د مفرور ګرزولو کاروائي هم پيل شويده۔هائيکورټ د نوازشريف د ګرفتارۍ او عدالت ته د وړاندي کولو احکامات جاري کړيدي۔سماعت په وخت وکيل خواجه حارث عدالت ته اوئيل چي نواز شريف ډير ناجوړه دے او باهر ملک کښي د هغه علاج روان دے ۔ علاج مکمل کيدو روستو به نواز شريف ملک ته واپس رازي اودا هر څه په ميډيکل رپورټس کښي ليکلي شوي دي۔په جواب کښي عدالت ريمارکس ورکړي چي د ډاکټر ميډيکل رپورټس د کنسلټنټ راۓ ده ، دا ريپورټس د هسپتال خبره نه ده۔
عدالت اوئيل چي هسپتال دا هم نه دي وئيلي چي د کرونا لوجي د نواز شريف علاج نشي کيدلې۔ د اتوو مياشتو نه د نواز شريف علاج نه کيږي ۔ که چري د هسپتال نه بغير د هغوي علاج کيديشي نو بيا پکار ده چي هغه خپل علاج پاکستان کښي اوکړي۔ وړاندي هم نواز شريف د پاکستان په هسپتال کښي خپل علاج کړيدي۔