اسلام آباد هائيکورټ کښې ګرفتارو خلاف پي ټي آئي درخواست باندې سماعت شوے

اسلام آباد هائيکورټ کښې ګرفتارو خلاف پي ټي آئي درخواست باندې سماعت شوے ، چيف جسټس اطهر من الله ريمارکس ورکړي چې عدالت صرف د خدشې په بنياد حکم نشي جاري کولے ، انتظاميه دې غير ضروري کارکنان نه هراسا کوي

چيف جسټس اطهر من الله په مشرۍ کښې د تحريک انصاف لانګ مارچ په شرکا ممکنه تشدد او ګرفتاريانو خلاف درخواست باندې سماعت شوے ، د پي ټي آئي وکيل علي ظفر عدالت ته وړاندې شوے د سماعت دوران پي ټي آئي وکيل علي ظفر ووئيل چې پرامن احتجاج د هر پاکستاني بنيادي حق دے ، ټول ملک کښې د تحريک انصاف غړو ګرفتارۍ سلسله جاري ده د علي ظفر په دلائلو چيف جسټس ووئيل چې احتجاج باندې د سپريم کورټ دهرنا کيس فيصله موجود ده ، د سپريم کورټ وضع کرده اصولو مطابق احتجاج ائيني حق دے ، علي ظفر ووئيل چې د کارکنانو جمع کيدو نه نشو اودرولے ، چيف جسټس ووئيل چې د سپريم کورټ فيصلې په رڼا کښې دې قواعد وضوابط باندې عمل اوکړے شي ، علي ظفر صيب تاسو وړمبۍ ضلعي انتظاميې نه اجازت واخلۍ چيف جسټس اطهر من الله ريمارکس ورکړل چې بلينکټ آرډر دا عدالت نشي ورکولے ځکه چې دلته حساس ودانۍ او ايمبسيز دي ،دا شان آرډر نشو جاري کولے ، عدالت دا وئيلے شي چې د سپريم کورټ په فيصله دې عمل اوکړے شي،