اسلام آباد هائي کورټ جيلونو د قيديانو حالت زار کيس سماعت کړېدے

اسلام آباد هائي کورټ جيلونو د قيديانو حالت زار کيس سماعت کړېدے

اسلام آباد هائي کورټ کښې د قيديانو حالت زار کيس سماعت،حکومت جيلونو کښې د قيديانو حالت په حواله رپورټ پيش کړېدے،کيس سماعت په وخت چيف جسټس اطهرمن الله وئيلي دي چې تر څو په جرم ثابت شوي نه وي تر هغې ملزم بے قصور وي
چيف جسټس اطهرمن الله د دې مقدمے سماعت کړي،سماعت دوران د انساني حقونو وزيره شيري مزاري عدالت ته پيش شوي او جيلونو کښې د قيديانو حالت په حواله ئې رپورټ جمع کړېدے
شيري مزاري عدالت ته وئيلي دي چې د خيبرپښتونخوا جيلونو کښې قيد اويا فيصده،پنجاب کښې شپيته او بلوچستان کښې پنځه پنځوس فيصده قيديان سزا يافته نه دي
د دې په جواب کښې چيف جسټس ووئيل چې تر څو په ملزم جرم ثابت شوي نه وي او ورته سزا اورولي شوي نه وي تر هغې هغه بے قصوره دے
خپل ريمارکس کښې چيف جسټس دا هم وئيلي دي چې د غير ضروري ګرفتارو لوجې جيلونو کښې د قيديانو شميره ورځ تر ورځه سيوا کيږي چې ورسره د بشري حقونو مسائل هم پيدا کيږي
وروستو د کيس سماعت پنځلسم فرورۍ پورې وځنډولي شو