اسلام آباد هائي کورټ د خبريال مطيع الله جان اغوا کښې ککړ کسانو ګرفتارې حکم کړې

اسلام آباد هائي کورټ د خبريال مطيع الله جان اغوا کښې ککړ کسانو ګرفتارې حکم کړې

اسلام آباد هائي کورټ د خبريال مطيع الله جان اغوا خلاف دائر درخواست فيصله کړو،چيف جسټس اطهر من الله د پوليس په کارکردګې د سختې برهمې اظهار کړې او وئيلي دي چي د ورځې په رانړه کښې صحافي اوچت کړې شو،داسي څوک دي چي د پوليس ورديانو کښې ئي يو خبريال اغوا کړو،عدالت اغوا کښې ککړ کسانو زر تر زره ګرفتارې حکم هم ورکړيدې
د سينئر صحافي او تجزيه نګار مطيع الله جان د اغوا خلاف د درخواست سماعت چيف جسټس اسلام آباد هائي کورټ اطهر من الله کړې،پوليس لخوا ډي آئي جې آپريشنز وقار الدين سيد عدالت ته وړاندې شويدې چيف جسټس د اسلام آباد پوليس په کارکردګې د غصے اظهار کړې ، وئيلي دي چي چا دومره همت اوکړو چي د پوليس په وردي کښې راغلل او يوکس ئي اوچت کړو،چيف جسټس دا هم وئيلي دي چي د پوليس په وردې کښې او د پوليس د ګاډو په رنګ ګاډو کښې څوک ګرځي،عدالت پوليس ته اغوا کښې ککړ کسانو خلاف کارروائي کولو حکم ورکړې او د مطيع الله جان بازيابې او ايف آئي آر درج کيدو لوجي ئي کيس فيصله کړيدې