اسلام آباد هائي کورټ د شريف خاندان سزا د معطلې درخواست سماعت کړېدے

0
10

اسلام آباد هائي کورټ د شريف خاندان سزا د معطلې درخواست سماعت کړېدے،سماعت دوران د نوازشريف،مريم نواز او کيپټن صفدر وکيلانو دلائل مکمل شوي او د زيارت په ورځ به د نيب پراسيکيوټر خپل دلائل وړاندې کوي
جسټس اطهرمن الله او جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب باندې مشتمل بنچ د نوازشريف،مريم نواز او کيپټن صفدرد سزاګانو معطلې لپاره دائر شوي درخواست سماعت کړېدے
سماعت دوران د نوازشريف وکيل خواجه حارث خپل دلائلو کښې ووئيل چې د نوازشريف بچي د هغه زيرکفالت نه دي او په ريکارډ د دې ثبوت هم نشته او دا بيان د جے آئي ټي مشر واجدضيا هم ورکړېدے
خواجه حارث دا هم وئيلي دي چې پراسيکوشن،ګواهانواو تفتيشي افسرانو کښې هيچا داسې ثبوتونه نه دي ورکړې چې ترې لندن فليټ د نواز شريف ملکيت ظاهر شي
دغه رنګ د مريم نواز او کيپټن صفدر وکيل امجد پرويز هم عدالت ته دلائل ورکړي او وئيلي ئې دي چې د نوازشريف جائيداد سره د مريم نواز تعلق نه دې ثابت شوے او دوي ته د مفروضو په بنياد سزا اورولې شوېده
د خواجه حارث او امجدپرويز دلائل مکمل کيدو وروستو عدالت د کيس سماعت د زيارت ورځې پورې ځنډولې او د نيب پراسيکيوټر ته خپل دلائل شورو کولو هدايت شوېدے