اسلام آباد هائي کورټ د نواز شريف سزا معطل کولوپه درخواست نيب ته نوټس ليږلے

اسلام آباد هائي کورټ د نواز شريف سزا معطل کولوپه درخواست نيب ته نوټس ليږلے

اسلام آباد هائي کورټ په طبي بنيادونو العزيزيه سټيل مل ريفرنس کښې د نواز شريف سزا معطل کولوپه درخواست د نيب او کوټ لکهپت جيل سپرنټنډنت ته نوټسي ليږلي او دوه هفتو کښې ئې ترې جواب غوښتے دے
د نواز شريف وکيل په اسلام آباد هائي کورټ کښې درخواست جمع کړي وو چې پکښې احتساب عدالت لخوا العزيزيه ريفرنس کښې اورولي شوي اووه کاله قيد سزا معطل کولو خواست شويدے
درخواست کښې موقف خپل شوي وو چې نواز شريف مختلف خطرناک رنځونو کښې مبتلا دي او د هغه ميډيکل رپورټونه او د ډاکټرانو رائے هم درخواست سره منسلک کړي شوي وو
جسټس عامر فاروق او جسټس محسن اختر کياني باندې مشتمل بنچ د دغي درخواست سماعت کړېدے
عدالتي بنچ دغه درخواست قابل سماعت ګرځولي او نيب پشمول د کوټ لکهپت جيل سپرنټنډنټ ته ئې نوټسي ليږلي او دوه هفتو کښې دوي نه جواب طلب کړيدے