اسلام آباد هائي کورټ کښې د وفاقي وزير فيصل واوډه خلاف دتوهين عدالت کيس فيصله محفوظ کړي

اسلام آباد هائي کورټ کښې د وفاقي وزير فيصل واوډه خلاف دتوهين عدالت کيس فيصله محفوظ کړي

اسلام آباد هائي کورټ کښې د تحريک انصاف مشر او وفاقي وزير فيصل واوډه خلاف دتوهين عدالت کيس قابل سماعت کيدو درخواست باندي اوريدنه شوي،اسلام اباد هائي کورټ په درخواست فيصله محفوظ کړيده
اسلام آباد هائي کورټ جسټس عامر فاروق د فيصل واوډه خلاف توهين عدالت درخواست قابل سماعت کيدو معاملي اوريدنه کړے،
د درخواست ګزار وکيل عدالت ته اوئيل چي عدالت نااهلې کيس کښې فيصل واوډه ته دوه هفتو کښې د جواب جمع کولو حکم ورکړې وو ولي هغه اوسه پورې خپل جواب نه دې جمع کړې،
دې لړ کښې دې د فيصل واوډه خلاف د توهين عدالت کارروائي اوکړي شي،درخواست ګزار دا هم وئيلي چي د فيصل واوډه نااهلې کيس بلکل ساده دے او داسي ښکاري چي هغه دغه کيس کښې جواب جمع کول نه غواړي
عدالت د فيصل واوډه خلاف د توهين عدالت درخواست قابل سماعت کيدو په اړه فيصله محفوظ کړيده