اسلام آباد هائي کورټ کښې زلفي بخاري دپي ټي ډي سي چيئرمين تعنياتې خلاف سماعت شوے

اسلام آباد هائي کورټ کښې زلفي بخاري دپي ټي ډي سي چيئرمين تعنياتې خلاف سماعت شوے

اسلام آباد هائي کورټ کښې د زلفي بخاري د چيئرمين پي ټي ډي سي تعنياتې خلاف درخواست باندي سماعت شوے،سماعت دوران چيف جسټس اطهر من الله حکومتي پاليسې باندي خفګان ښکاره کړې او وئيلي دي چي حکومت يوويشت کروړه خلقو کښې دپي ټي ډي سي لپاره يو مستقل چيئرمين نشتي ټاکلې،عدالت د زلفي بخاري په ضد ټول درخواستونه يوځې کولو حکم ورکړې او سماعت ئي د دوه ويشتمې جولائې پورې ځنډولې دې
د ټوارزم اينډ ډويلمنټ کارپوريشن بورډ چيئرمين په توګه د زلفي بخاري تعنياتې خلاف درخواست باندي اسلام آباد هائي کورټ کښې سماعت شوے،چيف جسټس اطهر من الله خپل ريمارکس ورکړي چي کله حکومت
يو کار کول نه غواړي نو د هغه ادارې لپاره بيا قائم مقام چيئرمين اوټاکي،
چيف جسټس دا هم اووئيل چي حکومت په يوويشت کروړه خلقو کښې د پي ټي ډي سي لپاره يو مستقل چيئرمين نشي ټاکلې
عدالت د زلفي بخاري په ضد ټول درخواستونه يوځي کولو حکم ورکړې او سماعت ئي دويشتمي جولائي پورتې ملتوي کړيدے