اسلام آباد پوليس کينډين زنانه تنګولو په الزام کښې دوه ملزمان نيولې دې

0
12

اسلام آباد پوليس کينډين زنانه تنګولو په الزام کښې دوه ملزمان نيولې دې،زنانه دوانړه ملزمان پيژندلې دې،څو ورځې وړاندې دغه هلکانو اسومې نومې کينډين زنانه چهيړلې وه
اسلام آباد پوليس کينډين زنانه اسومې تنګولو په الزام کښې دوه هلکان ګرفتار کړې چې پيژندګلو ئې د حمزه سهيل او کامران په نوم شوې ده،دوانړو ملزمانو په ضد سهاله پوليس سټيشن کښې ايف آئې آر درج کړې شوې دے
څو ورځې وړاندې دغه هلکانو کينډين زنانه اسومې چهيړلې وه
متاثره زنانه د مدد لپاره ون فائيو باندې کال کړي وو خو پوليس د هغې مدد نه وو کړې او ورته ئې وئيلې وو چې پوليس سټيشن کښې تحريرې درخواست جمع کړه
کينډين زنانه وزيراعظم شکايت پورټل باندې خپل شکايت درج کړےوو،ميډيا باندې خبرونه راتلو نه پس آئې جې هم د واقعې نوټس اخستې وو،کينډين زنانه اسومې پاکستانې شهري سره واده کړې او تير کال راهسې پاکستان کښې اوسيږې