اسلام آباد کښي دوزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د حکمران تحريک انصاف ډلي اعلي قيادت غونډه شوي

اسلام آباد کښي دوزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د حکمران تحريک انصاف ډلي اعلي قيادت غونډه شوي
Prime Minister Imran Khan chairs meeting of the Federal Cabinet at PM Office Islamabad on 16th April, 2019

اسلام آباد کښي دوزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د حکمران تحريک انصاف ډلي اعلي قيادت غونډه شوي ،دوزيراعظم زير صدارت دپوليټيکل کميټۍ دي اجلاس ايجنډه د اپوزيشن تحريک مقابله کولو سره سره مهنګائي کښي د کمې روستلو لپاره اهم فيصلي کول وو،
دوزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښي دپوليټيکل کميټۍ دي اجلاس کښي وزير اطلاعات شبلي فراز ، وزير دفاع پرويز ختک ، فواد چودهري او بابر اعوان هم کډون اوکړو.په دي موقع دوزيراعظم عمران خان وينا وه چه ملکي معيشت مستحکم شوي او اوس دي کښي نوره بهتري راوستل پکار دي.اجلاس ته خطاب کښي وزيراعظم عمران خان اوئيل چه اپوزيشن دمهنګائۍ صورتحال باندي اولس ګمراه کوي ،وزيراعظم خپل معاشي ټيم ته هدايات جاري کړل چه اولس ته په ډاګه کړي چه تير حکومتونو څه رنګه ملکي معيشت ته ځيان رسولې ولي موجوده حکومت د دوه کالو په محنت سره ملکي معيشت په خپلو خپو اودرولو کښي کامياب شوي.وزيراعظم عمران خان اوئيل چه ټولي معاشي اعشاريے مثبت سمت ته پرمختګ کړي او راتلونکو ورځو کښي به د معاشي پاليسيانو ثمرات عوام ته منتقل کيدل شروع شي.دوزيراعظم عمران خان وينا وه چه سوات او حافظ آباد کښي جلسو نه ثابته شوي چه د اولس په مونږ اعتماد قائم دے ، تحريک انصاف به ګلګت بلتستان کښي کلين سويپ کوي