اسلام آباد کښې تيز طوفان، يو شمير سائن بورډونه او ونې راپريوتى

اسلام آباد کښې تيز طوفان، يو شمير سائن بورډونه او ونې راپريوتى

د اسلام آباد مختلف سيکټرز کښې تيز طوفان لوجې يو شمير سائن بورډونه او ونې راپريوتې دي ، د آئيسکو ترجمان وائي چې دغه واقعاتو په وجه درې سوه نه زيات فيډرز ته نقصان رسيدلې دې، د موسمياتو محکمې وئيلي چې د تيزو هواګانو رفتار شپيته نه اتيا کلوميټره في ګهنټه ريکارډ شويدې
د آئيسکو ترجمان وينا ترمخه د اسلام آباد پنځه وانړو سرکلز کښې تيز باران او طوفان ريکارډ شويدې
طوفان او تيز باران سره پنځه وانړو سرکلز ته بجلي فراهم کونکي درې سوه نه سيوا فيډرز کښې فالټ راغلې اود بجلي نظام هم زيان من شويدې
د موسمياتو محکمې وئيلي چې اسلام آباد او پنډې کښې د تيزو هواګانو رفتار شپيته نه اتيا کلوميټره في ګهنټه ريکارډ شويدې
موسمياتو محکمې دا هم وئيلي چې راتلونکي دوه ورځو دوران د نور باران او تيزو هواګانو سره سره د ږلې هم امکان دې