اسلام آباد کښې دوه ورځنۍ افغان مهاجرين کانفرنس سرته رسيدلے

اسلام آباد کښې دوه ورځنۍ افغان مهاجرين کانفرنس سرته رسيدلے

په اسلام آباد کښې دوه ورځنۍ افغان مهاجرين کانفرنس سرته رسيدلے دے ، په کانفرنس کښې ګڼ شمير افغان مهاجرينو پشمول فلم سټار ماهره خان او وزير خارجه شاه محمود قريشي هم شرکت اوکړو
افغان مهاجرين کانفرنس اختتامي سيشن ته وزير خارجه شاه محمود قريشي وينا کښې چې مهاجرين کيمپونو کښې ژوند تيرول آسان کار نه دے او دې لپاره د بين القوامي ورولۍ وسائل ناکافي دي
شاه محمود قريشي زياته کړه چې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان خلقو د افغان مهاجرينو ډير خدمت کړے دے ، پاکستان کښې افغان مهاجرينو ته د آمدورفت او تجارت مکمل آزادي حاصله ده
افغان مهاجرين کانفرنس کښې په دې خبره اتفاق اوشو چې د افغان کډوالو پرامنه واپسي پکار ده
وزير خارجه په دې خبره زور راوړو چې افغان مهاجرين واپسي دې افغان عمل برخه جوړه کړے شي
افغان مهاجرينو د پاکستان ميلمستا کولو باندې د پاکستان خلقو شکريه ادا کړېده او وئيلي دي چې پاکستان زمونږه دويم کور دے