اسلام آباد کښې هلک او جينۍ باندې د تشدد او زياتي معاملې کيس، هلک او جينۍ دواړو د ملزمانو شناخت کړيدے

اسلام آباد کښې هلک او جينۍ باندې د تشدد او زياتي معاملې کيس، هلک او جينۍ دواړو د ملزمانو شناخت کړيدے، پوليس وائي چې د درې واړو ملزمانو به دوباره جسماني ريمانډ حاصلولے شي، درې واړه ملزمانو خلاف د تشدد، جنسي زياتي کوشش او د نورو دفعو لاندې مقدمه درج ده، په کوم کښې چې درې واړه ملزمان په اډياله جيل کښې قيد دي

اسلام آباد کښې د هلک او جينۍ تشدد او هغوي سره د زياتي کيس کښې اهم پيش رفت شوے، متاثه هلک او جينۍ دواړو د ملزمانو شناخت کړے، چا چې په دغه جوړه باندې څۀ ورځې وړاندې تشدد کړے وو، او د هغوي د هراسا کولو کوشش ئې کړے وو، دې لړ کښې د عدالت په حکم دواړه هلک او جينۍ اډياله جيل ته بوتلے شول، چرته چې هغوي د ملزمانو شناخت اوکړو، پوليس وائي چې انکوائري روانه ده، د ملزمانو به عدالت نه دوباره جسماني ريمانډ حاصلولے شي، ياده دې وي چې څۀ ورځې وړاندې اسلام آباد کښې بااثره کسانو په هلک او جينۍ باندې تشدد کړے وو ، او د هغوي ئې نازيبه ويډيو جوړه کړې وه، کومه چې وروستو په سوشل ميډيا وائرل شوې وه