اسلام آباد کښې څلور ځوانان ټک ټاکر ګرفتار کړے شوي

اسلام آباد کښې څلور ځوانان ټک ټاکر ګرفتار کړے شوي

اسلام آباد کښې څلور ځوانان ټک ټاکر ګرفتار کړے شوي،چاچې به په ټک ټاک برقعه کښې ويډيو جوړولې او خلقو نه به ئې په دهوکه پيسې ترلاسه کولې ،ايف آئي اے ترجمان مطابق ملزمانو په مجموعي توګه دولس لاکه نه سيوا روپے دخلقو نه وهلي دي

وفاقي تحقيقاتي ادارې سائبر کرائم سرکل پنډۍ نه مالي فراډ کښې ککړ ملزمان ګرفتارکړي ،ايف آئي اےترجمان مطابق دملزمانو خلاف شکايت درج کړې شوې چې يو تن په سوشل ميډيا ځان نه جيني جوړه کړې او ځان د کينسر مريض ظاهروي، او دخلقو نه په دهوکه پيسې وهي
ايف آئي اے ترجمان زياته کړې چې ريکارډ مطابق ملزم په مجموعي توګه خلقو نه دولس لاکه روپے وصول کړي،او دملزم نور ملګرو به متاثره خاندانونو ته دهړکې هم ورکولې