اسلام اباد احستاب عدالت په کډنى هلز ريفرنس کيس کښې په ډپټى چيئرمين سينيټ سليم مانډوى والا باندې فرد جرم لګولې

چيئرمين سينيټ سليم مانډوى والا باندې فرد جرم لګولې او ګواهانو ته ئې په راتلونکي سماعت د بيانونو ريکارډ کولو لپاره نوټسې جاري کړي، ملزمانو د صحت جرم منلو نه انکار کړے،مانډوي والا وائي چې د نيب حکام به بحيثيت اداره نيب پخپله ختمه کړي

د اسلام اباد احتساب جج جسټس محمد بشير د سليم مانډوي والا خلاف د کډني هلز ريفرنس کيس سماعت کړے ،مانډوي والا سره د نورو ملزمانو د عدالت په وړاندې حاضر شوي او عدالت پرې فرد جرم لګولے،ولې ملزمانو د صحت جرم منلو نه انکار کړے،عدالت د نيب ګواهان نثار مګسي او شيخ کمال په راتلونکي سماعت باندې طلب کړي چې بيانونه ترې ريکارډ کړي او د کيس سماعت ئې د ديارلسمې جولائۍ پورې ځنډولے د سماعت نه پس ميډيا سره خبرو کښې سليم مانډوي والا وئيلي چې د نيب حکام به بحيثيت اداره نيب پخپله ختمه کړي،وائي چې داسې ښکاري لکه چې نيب د سخت دباؤ لاندې دے،کۀ چرې دا چيئرمين نيب دوباره چيئرمين اوټاکلے شو نو تباهي به اوکړي سليم مانډوي والا زياته کړې چې د نيب نه به په غلطو ريفرنسونو باندې ضرور سوالونه کيږي ولې په دے کښې چيئرمين سينيټ او د قومي اسمبلۍ سپيکر وائي چې چيئرمين نيب پارليمان ته مه راغواړه