اسلام اباد د ملک واحد ښار دې چرته چې د ټولو نه زيات ويکسين لګولې شوى ، ډاکټر فيصل سلطان

ډاکټر فيصل سلطان ووئيلې دې چې اسلام اباد د ملک واحد ښار دے چرته چې د ټولو زيات ويکسين لږولې شويدي، سل فيصده ويکسينشن هدف ترلاسه کولو لپاره اسلام اباد کښې موبائل سروس شورو کولې شې چې خلکو ته کورونا نه بچ کيدو لپاره ويکسين زر تر زره اولږولې شي

اسلام اباد کښې ميډيا سره خبرو کښې د صحت لپاره د وزيراعظم خصوصي معاون ډاکټر فيصل سلطان وينا وه چې اين سي او سي له موثره حکمت عملۍ لوجي ملک کښې کورونا قابو شويده هغه ووئيل چې کورونا نه بچ کيدو يواځينۍ لاره ويکيسين لږول دے، اسلام اباد د پاکستان واحد ښار دے چرته چې د ټولو زيات کورونا ويکسين لږولې شويدي د حکومت کوشش دے چې زر تر زره زيات خلکو ته ويکسين اولږولې شې، اسلام اباد کښې خلکو ته ويکيسن لږولو لپاره به موبائل سروس شورو کولې شې، چې هغه خلک چې ځيني وجوهاتو لوجي ويکسينيشن سنټر ته نه شي تللي ته په کور کښې ويکسين اولږولې شې ډاکټر فيصل سلطان په اولس غږ اوکړو چې د ويکسين وړمبې ډوز لږولو نه پس دے دويم ډوز په وخت لږوي، حکومت لخوا فراهم کړې شوې ټول ويکسين موثره دے او په صحت هيڅ منفي اغيز نه غورځوي، بايد ټول خلک په زر تر زره ويکسين اولږوي