اسلام اباد هائي کورټ د ميانوازشريف د ميډيکل رپورټس متعلق د کيس سماعت لپاره دوه کسيزه بنچ جوړ کړے

اسلام اباد هائي کورټ د ميانوازشريف د ميډيکل رپورټس متعلق د کيس سماعت لپاره دوه کسيزه بنچ جوړ کړے

اسلام اباد هائي کورټ د ميانواز شريف د ميډيکل رپورټس متعلق د کيس سماعت لپاره دوه کسيزه بنچ جوړ کړے،بنچ به د کيس سماعت په څليريشتم نومبر کوي.اسلام اباد هائي کورټ د نواز شريف ميډيکل رپورټس د کميشن په ذريعه د تحقيقات کولو متعلق د کيس اوريدو لپاره دوه کسيزه بنچ جوړ کړے.بنچ په جسټس عامر فاروق او جسټس محسن اختر کياني باندې مشتمل دے ،کوم چې به د کيس سماعت په څليريشتم نومبر کوي.واضحه دي وي چې د نواز شريف په نورو اپيلونو باندې به هم په څليرشتم نومبر سماعت کيږې او هم دغه بنچ به د ميډيکل رپورټس متعلق د کيس سماعت هم په دغه ورځ کوي