اسلام اباد پوليس وائي چې چا هم په شهباز ګل باندې تشدد نه دے کړے

اسلام اباد پوليس وائي چې چا هم په شهباز ګل باندې تشدد نه دے کړے،د عدالت په حکم ئې ډاکټرانو معائنه کړي،په ميډيکل رپورټ کښې هم په ملزم باندې د تشدد کومه خبره نه ده شوي،اسلام اباد پوليس وائي چې شهبازګل دوران تفتيش يوشمير انکشافات کړي،کۀ په دے معامله کښې د نور چا هم نوم راشي نو په تفتيش کښې به شاملولے شي
د اسلام اباد پوليسو په خپل افيشل ټويټر اکاؤنټ باندې وئيلي چې په شهباز ګل باندې د حراست دوران د تشدد خبره بيخي دروغ ده،پوليس د عدالت په حکم باندې ملزم د ډاکټرانو بورډ ته پيش کړے او د ډاکټرانو په ميډيکل رپورټ کښې هم په شهباز ګل باندي د تشدد کومه خبره نه ده راغلي ،وائي چې لکه څنګه چې په تصويرانو کښې ښکاري،شهبازګل ښه هشاش بشاش او چمتو دے پوليس وئيلي چې په سوشل ميډيا باندې د دروغو پروپيګنډه روانه ده،او په دروغه باندې د همدردۍ حاصلولو کوشش روان دے ولې پوليس چې په دے معامله کښې څۀ هم کوي،د قانون لاندې ئې کوي،او د ملزم متعلق ټول فائل عدالت ته وړاندې کوي ولې د پوليس ريکارډ د خلکو لپاره نه بلکه د عدالت لپاره وي اسلام اباد پوليس په خپل بيان کښې زياته کړي چې ملزم شهباز ګل د تفتيش دوران يوشمير انکشافات هم کړي او کۀ ضرورت شو نو په دے معامله کښې کۀ د بل چا نوم هم راشي نو په تفتيش کښې به شاملولے شي