اسلام اباد کښې لس کلنې ماشومې فرشته قتل خلاف بټ خيله کښې احتجاج شوې

د بهارت خلاف د مردان تاجرانو احتجاجي مظا هره کړې

اسلام آباد کښي قتل شوي ماشومي فرشته د وجني خلاف بټ خيله کښي هم ځائي خلکو احتجاج کړے او ملزمانو ته ئ د سختي سزا ورکولو غوښتنه کړي ده مظاهرچيانو د پي ټي ايم زنانه غړي ګلالۍ اسمعېل له خوا په رياستي ادارو لګولي شوي تورونه رد کړي دي ۔
د مالاکنډ سرښار بټ خيله کښي د فرشته وجني پرضد ځائ خلکو احتجاج کړے دے او ددا رنګه پيښو ئ په کلکو ټکو کښي غندنه کړي ده ۔ د مالاکنډ پريس کلب مخي ته احتجاجي مظاهرے ته مظاهرچيانو خپله وينا کښي اووئيل چي د مناسب قانون سازۍ نشتوالي له کبله د ماشومانو په وجنه او د هغوئ سره دا رنګه ذياتي واقعات مخي ته راځي ولي حکومت څه قسمه عملي ګامونه نه پورته کوي بائيد چي حکومت په دے لړ کښي سخته قانون سازي وکړې چي بيا دپاره دا رنګه پيخي مخي ته نه راځي مظاهرچيانو غوښتنه وکړل چي دے کيس کښي ککړ خلکو ته دي مثالي سزا ورکړے شي ۔ مظاهرچيانو د پي ټي ايم زنانه غړي ګلالۍ اسمعيل له خوا په پاک فوځ او رياستي ادارو لګولي تورونه رد کړي دي او وئيلي ئ دي چي تور لګونکي خلک د غيرو په ايجنډا لګيا دي ولي اس کله به هم دغه خلک خپل مقصد حاصليدو ته پرے نه دو مظاهرچيانو دا هم غوښتنه وکړل چي په رياستي ادارو تورونه لګونکو پر ضد دي سخت ايکشن واخستي شي