اسټيټ بنک شرح سود اووه فيصده برقرار ساتلو فيصلې اعلان کړې

اسټيټ بنک شرح سود اووه فيصده  برقرار  ساتلو فيصلې اعلان کړې کومه به چې راتلونکي دوؤ مياشتولپاره وي او دا چې کرنټ اکاؤنټ خسارے په ځائي سرپلس کې ريکارډ شوې

تفصيلاتوترمخه کراچۍ کې خبري غونډې ته وينا په وخت ګورنر اسټيټ بنک رضا باقر ويلي چې ګرانۍ په شرح کې کمې روان دې، برآمداد او ترسيلات بلند ترينه سطح باندې موجود دې او دا چې نور هم د ګرانۍ شرح دکمولو لپاره ګامونه پورته کوؤ ګورنر اسټيټ بنک ويلي چې مونيټرنګ پاليس کميټۍ شرح سود اوه فيصد برقراره ساتلو فيصله کړې کومه به چې راتلونکي دوؤ مياشتولپاره به وي او دا چې شرح سود برقراره ساتلو په وجه به صنعتونو کې اضافه کيږي هغوې زياته کړې چې کرنټ اکاؤنټ خسارے په ځائي سرپلس کې ريکارډ شوې، جون کې کرنټ اکاؤنټ خساره اته اعشاريه نهه فيصد ريکارډ شوې وه رضا باقر ويلي چې جون مياشت کې بيروني ادائيګۍ کولوپه وجه کرنټ اکاؤنټ خساره زياته شوې وه ولي بيا هم تېر مالي کال کې ترسيلاتو کې پنځويشت فيصده اضافه شوې وه هم دغه رنګ ايکسپورټ کې ديارلس اعشاريه اوه پرسنه اضافه شوي ګورنر اسټيټ بنک ويلي چې برآمدات او ترسيلاتو کې اضافه روانه ده هم دغه وجه ده چې په ړومبي ځل روشن ډيجيټل اکاؤنټي کې يو ارب اته سوه دوه کروړه ډالره راغلي دي، ماضي کې ايکسچينج ريټ فکس ايښودې شوې وؤ جې لوجې نولس بلينه خساره شوې وه، اقتصادي شرح نمو څلور فيصد ده، ذخائر کې پنځه اعشاريه دوه فيصده اضافه شوې ده