اشرف غني افغانستان کښي د متحده عرب امارات سپيشل فورسز د تعيناتي منظوري ورکړې

0
74

اولسمشر اشرف غني افغانستان کښي د متحده عرب امارات سپيشل فورسز دتعيناتي منظوري ورکړه،متحده عرب امارات افغان دولت ته سپيشل فورسز د تعيناتي وړانديز کړے وو
افغان خبري ادارے مطابق افغانستان کښي د متحده عرب امارات خصوصي فوجي دستو د تعيناتي منظوري د قامي سلامتيا کونسل په اجلاس کښي ورکړے شوه،د اجلاس صدارت افغان اولسمشر اشرف غني اوکړو
افغان صدارتي محل لخوا جاري شوے بيان کښي هم د متحده عرب امارات فوجي دستو د تعيناتي تصديق شوے دے خو دا واضح نه ده چي څومره فوجي اهلکار به افغانستان ته راځي او څومره وخت لپاره به افغانستان کښي تعينات کولے شي
افغان سياسي او دفاعي تجزيه کارو د متحده عرب امارات د فوجي دستو تعيناتي هرکلے کړے او وئيلي دي چي اهم طالبان ليډران عرب امارات کښي کورونه او کاروبارونه لري او دفوج تعيناتي سره به طالبانو سره مذکراتو باندے مثبت اثرات پريوځي