اشرف غني جرمني کښې د امريکې نائب صدر مائيک پنس سره ليده کاته کړي

0
47
اشرف غني جرمني کښې د امريکې نائب صدر مائيک پنس سره ليده کاته کړي

افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني جرمني کښې د امريکې نائب صدر مائيک پنس سره ليده کاته کړي او ورسره ئې افغان مفاهمتي عمل په بابله روان کوششونو او په نورو مهمو چارو خبرې کړيدي
کابل کښې د صدارتي دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې ميونخ سيکيورټي کانفرنس په سائيډ لائن افغان اولسمشر د امريکې نائب صدر مائيک پنس سره ملاقات کړېدے
ملاقات دوران دوه اړخيزه اړيکو په پراختيا، د افغانستان په موجوده صورتحال او راتلونکي صدارتي ټاکنو په معاملو د خيالاتو بدلون شويدے
په دې موقع د امريکې نائب صدرامکان څرګند کړې چې د امريکې او طالبانو ترمينځه روان مذاکرات به کاميابې سره مخ کيږي او وئيلي ئې دي چې دا به ډيره ښه خبرې وې چې دې مذاکراتو کښې افغان دولت هم شامل وے
افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني افغانستان امن بحالۍ لپاره د امريکني پوځيانو قربانې ستائيلي او وئيلي ئې دي چې جنوبي ايشيا لپاره د صدر ټرمپ پاليسې د اعلان وروستود ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ مشري افغان امنيتي اهلکارو په خپل سر اخستې ده
مائيک پنس افغان اولسمشر له باور ورکړېدې سيکيورټۍ په معاملو کښې به د افغان امنيتي اهلکارو مرستې جاري وي او دا هيواد به آئنده لپاره بيا د ترهه ګرو مرکز جوړيدو ته پرينږدو