اشرف غني د طالبانو لخوا دجنګ بندۍ اعلان هرکلي کړي

0
22
افغان اولسمشر اشرف غني په يوه ورځني دوه نوے دهلي ته تلے دے

افغان اولسمشر اشرف غني د طالبانو لخوا دجنګ بندۍ اعلان هرکلي کړي،اشرف غني وائي چه د هر هاغه ګام ستائينه کوم چه دوينو تويدو مخنوي کوي، بلخوا اسلام آباد کښي تعينات افغان سفير وائي چه الله دي اوکړي چه د اختر روستو ټولي ورځي افغانانو لپاره د دائمي سولي او امن اعلان شي
افغان اولسمشر د طالبانو لخوا دورکوټي اخترد ورځو شپوپه موقع دافغان ځواکونو خلاف دجنګ بندۍ اعلان تود هرکلي کړي
دطالبانو دري ورځنۍ جنګ بندۍ په حقله دخپل فيس بک په پاڼه افغان اولسمشر اشرف غني ليکلي چه مونږ دطالبانو ددي اقدام ستائينه کوؤ
ددي سره سره اولسمشر اشرف غني وئيلي چه زه د ټولي نړيوالي ټولني ، په خصوصي توګه د امريکي ، متحده قامونو، برطانئي او داسلامي کانفرس تنظيم هم مننه کوم چه دافغان دولت لخوا دجنګ بندۍ اعلان ملاتړ ئي کړي
بلخوا اسلام آباد کښي تعينات افغان سفير عمر زاخيل هم د طالبانو د لوري دجنګ بندۍ اعلان هرکلي کړي
عمر زاخيل هيله څرګنده کړي چه داختر په دي مبارکو ورځو کښي بائدد افغان ويني نه تويدني خوند دومره زورور شي چه د اختر روستو ټولي ورځي افغانانو لپاره د دائمي سولي او امن اعلان شي