افغانستان ، ايران متعلق پاليسي کښې بدلون حوالې سره د ټرمپ اظهارخيال

افغانستان ، ايران متعلق پاليسي کښې بدلون حوالې سره د ټرمپ اظهارخيال

د امريکې د تاريخ متنازعه ترين صدر ډونلډ ټرمپ خپل وړومبے سټيټ آف دي يونين خطاب کړے ، د امريکې په داخله او خارجه پاليسو باندې ئې رڼا اچولې ، افغانستان متعلق ئې وئيلي چې مصنوعي ډيډلائنز وئيلو سره به مونږ خپل دښمن نه بيداره کوو، ټرمپ په کانګريس غږ کړے چې د ايران نيوکليئر ډيل کښې موجود کمزوريانې لرې کولو کښې دې ايوان د هغه سره مرسته وکړي
سټيټ آف دي يونين خطاب په وخت صدر ټرمپ مختلف ملکي او بين الاقوامي چيلنجز باندې اظهار خيال کړے ، صدر ټرمپ يروشلم د اسرائيل دارالحکومت ګرزول د خپل حکومت کارنامه بللې او وئيلي دي چې کوم ملکونو اقوام متحده کښې زمونږ خلاف رائے ورکړې د هغوي سره به د امداد حساب کوو ، ټرمپ شمالي کوريا د نړۍ بدترين ملک ګرزولے او وئيلي دي چې هيڅ يو ملک به په خپل عوام دومره ظلم نه وي کړے څومره چې کورين رجيم کوي
ټرمپ عزم څرګند کړے چې د داعش خاتمه به کولے شي او افغانستان کښې به امريکه مصنوعي ډيډلائنز نه ورکوي ځکه چې دغې سره به دښمن بيداره کيږي ،ټرمپ ايران نيوکليئر ډيل کښې موجود خاميانو لرې کولو اعلان هم کړے ،امريکې صدر د ملک په اميګريشن قانون کښې بدلون، معاشي پاليسيانو کښې تسلسل او امريکې دفاع نور مضبوطولو حوالې سره هم خپل خيالات کانګريس ته څرګند کړي

blank