افغانستان او پاکستان مسائل په پرامن طريقه حل کولو باندې رضا شوے،چين خارجه وزير

0
309
افغانستان او پاکستان مسائل په پرامن طريقه حل کولو باندې رضا شوے،چين خارجه وزير

کابل مذاکراتو وروستو د پاکستان،افغانستان او چين خارجه وزيرانو د ترهه ګرۍ ناسور د خاتمے،معاشي ترقۍ او استحکام لپاره مشترکه تګ لاره ټاکلو عزم کړېدے
ګډ خبري کانفرنس ته د وينا په وخت خارجه وزيرشاه محمود قريشي وئيلي دي چې مونږ د داعش پشمول د نورو ترهه ګر تنظيمونو د خطرو سره مخ يو او صرف يو موټې کيدو د لارې ترهه ګرۍ له شکست ورکولے شو
د هغه وينا وه چې ترهه ګرۍ په حواله د پاکستان موقف واضحه دے اود هر رنګ دهشت ګردۍ مذمت کوو
شاه محمود قريشي زياته کړه چې پرامن افغانستان د پاکستان خپل مفاد لپاره ضروري دے او مختلف افغان ګروپونه يوبل ته نيزدي کولو کښې به د کابل انتظاميې مرستې کوو
پريس کانفرنس ته وينا په وخت د افغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني وئيلي دې چې علاقائي رابطې سيوا کولو سره افغانستان کښې امن قائميدي شي
هغه دا هم ووئيل چې افغانستان کښې امن لپاره د پاکستان کردار ډير مهم دے او دا چې درې واړه هيوادونه د ترهه ګرې د ختمولو لپاره مشترکه حکمت عملي جوړولو باندې متفق دے
د چين خارجه وزير د پريس کانفرنس دوران ووئيل چې افغانستان او پاکستان خپل مسائل په پرامن طريقه حل کولو باندې رضا شوېدي
يوې پوښتنې په جواب کښې هغه ووئيل چې د دې مذاکراتو مقصد د افغانستان د پائيدار امن لپاره مستقل حل لټول دي