افغانستان: بدخشا ولايت کښې د امن لښکراوطالبانو ترمينځه نښته کښې څلور جنګيالي او امن لښکر يو کمانډر وژلي شوي

افغانستان: بدخشا ولايت کښې د امن لښکراوطالبانو ترمينځه نښته کښې څلور جنګيالي او امن لښکر يو کمانډر وژلي شوي
This photograph taken on March 31, 2018 shows an Afghan security force personnel taking part in a military operation in Jurm district Badakhshan province. (Photo by SHARIF SHAYEQ / AFP)

د افغانستان بدخشا ولايت کښې د امن لښکر او طالبانو ترمينځه نښته شوي چې پکښې څلور جنګيالي او د امن لښکر يو کمانډر وژلي شويدي،بلخوا د اورزګان ولايت هراوت اولسوالۍ کښې د طالبانو محاصره ختمولو لپاره تازه دم کمانډوز ځواکونه ليږلي شويديد بدخشا ولايت پوليسو ترجمان ثنا الله خبري ادارو ته وئيلي دي چې فيض آباد اولسوالۍ کښې د طالبانو او مقامي امن لښکر ترمينځه نښتې شويدي
د هغه وينا ترمخه دا نښتې هغه مهال شوي کله چې طالبانو د امن لښکر په چيک پوسټونو حمله وکړه چې په نتيجه کښې يو کمانډر مړ او يو ژوبل شويدي.ثناالله زياته کړه چې د امن لښکر د وسله والو جوابي کارروائۍ دوران څلور طالبان وژلي شوي او پنځه ژوبل شويدي
بلخوا د اورزګان ولايت په هراوت اولسوالۍ کښې د مقامي سيکيورټي اهلکارو د مرستې لپاره کابل نه تازه دم کمانډوز دستے ليږلي شويدي
د هراوت نائب ګورنر جلال الدين لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې په دې سيمه طالبانوڅو ورځې وړاندې حملي کړي وے چې لوجې اووه سيکيورټي اهلکار په حق رسيدلي او جوابي کارروائۍ دوران د شلو نه سيوا جنګيالي وژلي شويدي