افغانستان بغلان ولايت کښې د طالبانو حملې کښې پنځه کسان په حق رسيدلى

0
110

د افغانستان بغلان ولايت کښې د طالبانو حملې په نتيجه کښې د پُل چرخى جيل نائب مشر پشمول پنځه کسان په حق رسيدلى دى
افغان خبرى ادارو ترمخه د خنجان اولسوالۍ په شمالى سالنګ سيمه کښې وسله والو د پُل چرخى جيل نائب مشر نجب الدين اندرابى د ګاډو په قافله حمله کړېده
خبرى ايجنسو د سيکيورټى فورسز چارواکو په حواله وئيلې دى چې نجب الدين د خپل خاندان غړو سره روان وو چې د جنګيالو د حملې ښکار شوېدے
د بغلان ولايتى شورا غړى بسم الله عطاش خبرى ادارو ته وئيلې دى چې د نجب الدين د ګاډو په قافله راکټى حمله شوېده
د حملې په نتيجه کښې نجب الدين پشمول پنځه کسان مړه او درې ژوبل شوى دى ،په حق رسيدلى کسانو کښې دوه زنانه هم شامل دى
طالبانو د دې حملې ذمه وارى قبوله کړے او دعوى ئې کړېده چې حمله کښې پنځه پوليس اهلکار وژلى شوى دى