افغانستان حکومت دامن عمل په اړه دعمران خان دبيان مزمت کړي

0
213

د وزيراعظم عمران خان په بيان د پاکستان او افغانستان ترمئينځه يو واري بيا سفارتي شخړه رامخي ته شوي ،افغانستان حکومت د عمران خان لخواد افغان امن عمل په اړه دتازه بيان مزمت کړي ، کابل کښي تعينات پاکستاني سفارتکار افغان خارجه دفتر ته طلب کړي شوي اودافغان حکومت لخوا ورته د عمران خان په بيان سخت احتجاج ريکارډ کړي شوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزير صبغت الله احمدي په ټویټر خپل يو بيان کښي وئيلي چي افغانستان د عمران خان تازه بيان دافغانستان په اندروني معاملاتو کښي واضح مداخلت تصور کوي
بيان زياتوي چه تيره ورځ کابل کښي تعينات پاکستاني سفارتکار افغان خارجه دفتر ته طلب کړي شوي وو او د وزير اعظم پاکستان لخواد افغان امن عمل په حواله تازه بيان باندي ورته سخت احتجاج ريکارډ کړي شويدې
د يادوني وړ ده چي وزيراعظم عمران خان د جمعي په ورځ جمرود کښي يوي جلسي ته د وينا په وخت يو واري بياافغانستان کښي د عبوري حکومت په قيام زور راوړې ووو،د عمران خان وينا وه چي مونږ د افغانستان خيرخواه يو اوافغانان خپل روڼړه تصور کوؤ، هغه زياته کړې وه که چري دانتخاباتو په زريعه افغانستان کښي امن راوستل وي نو د غير جانبدار عبوري حکومت په لاس انتخابات کول پکار ده