افغانستان لپاره د امريکې ناظم الامور کرن ډيکر د پاکستان په دوره اسلام آباد ته راغلي

افغانستان لپاره د امريکې ناظم الامور کرن ډيکر د پاکستان په دوره اسلام آباد ته راغلي،کرن ډيکر وائي چې هغه ديرش کاله پس پاکستان ته راغلي ده د دې دورې مقصد پاکستان کښې ميشته د افغان کډوالو حالاتو په معامله بحث کولو نه علاوه د افغانانو او افغانستان ملاټر کول دي
په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې کرن ډيکر وئيلي دي چې خواؤ شا ديرش کاله پس پاکستان ته په راتګ خوشخاله ده او د پاکستان دوره به ئې دې هفتې پورې جاري وي بيان کښې زياته کړي شويده چې د دورې مقصد پاکستان کښې ميشته افغان کډوالو د حالاتو نه ځان خبر ساتل او د افغانانو او افغانستان سره مرستو لپاره دلته کار کونکي کسانو او ګروپونو سره ملاقاتونه کول دي کرن ډيکر د ستمبر مياشتې په څليريشتمه نيټه افغانستان لپاره د امريکې د ناظم الامور عهده سنبهال کړې وه،او هغه قطر نه د سفارتکارې ذمه وارې ترسره کوي