افغانستان لپاره د پاکستان سفير منصور احمد خان کابل کښې د حزب اسلامى ډلې د مشر ګلبدين حکمتيار سره ملاقات کړېدے

افغانستان لپاره د پاکستان سفير منصور احمد خان کابل کښې د حزب اسلامى ډلې د مشر ګلبدين حکمتيار سره ملاقات کړېدے او ورسره ئې افغان سولې په معامله خبرې کړيدي

پاکستاني سفير منصوراحمدخان په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې د حزب اسلامي ډلې د مشر ګلبدين حکمتيار سره ئې ملاقات کړېدے بيان ترمخه ملاقات پرمهال افغانستان کښې امن او استحکام په معاملو د خيالاتو بدلون شوېدے بيان کښې زياته کړي شويده چې دواړو مشرانو د ټول شموله سياسي جوړ جاړې د لارې د افغانستان موجوده کشاله هوارولو په معامله هم خبرې کړېدي