افغانستان لپاره د چين سفير وانګ يى افغان خارجه وزير مولوى اميرخان متقى سره ملاقات کړې

افغانستان لپاره د چين سفير وانګ يي د افغان خارجه وزير مولوي اميرخان متقي سره ملاقات کړېدے او ورسره ئې دوه اړخيزه تعلقاتو او افغانستان سره د چين مرستو په معامله خبرې شويدي،ملاقات په مهال چين سفير وئيلي دي چې افغانستان لپاره د چين دوه سوه ملين يوآن امدادي سامان به ډير زر کابل ته اورسي،وانګ يي يو وارې بيا په افغانستان لګيدلي اقتصادي بنديزونه د ختمولو مطالبه کړېده

د طالبانو ترجمان ذبيح الله مجاهد لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د چين سفير وانګ يي کابل کښې د قائم مقام خارجه وزير مولوي امير خان متقي سره ملاقات کړېدے بيان ترمخه ملاقات دوران د افغانستان او چين ترمينځ اړيکو په پراختيا او افغانستان سره د چين سويلين امداد په معاملو خبرې شويدي ملاقات دوران د چين سفير افغانستان سره مرستو او دواړو ملکونو ترمينځ تجارت ته وده ورکولو د عزم اظهار کړېدے د چين سفير وانګ ئي په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې افغانستان لپاره د چين دوه سوه ملين يوآن امدادي سامانونه به ډير زر کابل ته ليږلي شي وانګ ئي په افغانستان اقتصادي بنديزونه د ختمولو مطالبه کړيده او وئيلي ئې دي چې د افغانستان بهرملکي وسائل بايد چې د افغانانو ملکيت وي او د دوي لپاره استعمال شي