افغانستان لپاره د چين نوي سفير افغان وزير اعظم ته د تقررې اسناد پيش کړي

افغانستان لپاره د چين نوي سفير افغان وزير اعظم ته د تقررې اسناد پيش کړي

افغانستان لپاره د چين نوي سفير جاؤ شينګ افغان وزير اعظم ملا حسن آخوند ته د تقررې اسناد پيش کړي، ملاحسن د دواړو ملکونو تعلقات مهم ګرزولي، چين د افغانستان دنني معاملاتو کښې مداخلت نه کوي،

تفصيلاتو ترمخه دې نه وړاندې چين، بيجينګ کښې سفارتخانه د افغانستان حکومت سفارتکار په حواله کړې،
د طالبان انتظاميې نائب ترجمان بلال کريمي د چين نوي سفير په حواله وئيلي چې چين د افغانستان دنني معاملاتو کښې مداخلت نه کوي،
افغان وزيراعظم د چين او افغانستان ترمنځ تعلقات مهم ګرزولي، وئيلي دي چې دوه کاله کښې د دواړو ملکونو تعلقات د ستائينې وړ دي،