افغانستان: ننګرهارکښې خود کش بمي چاودنه کښې اتلس کسان په حق رسيدلي او پنځه ديرش ژوبل شوي

افغانستان: ننګرهارکښې خود کش بمي چاودنه کښې اتلس کسان په حق رسيدلي او پنځه ديرش ژوبل شوي

د افغانستان ننګرهار ولايت کښې د ضلعي ګورنر دفتر نه بهر خود کش بمي چاودنه شوې چې پکښې اتلس کسان په حق رسيدلي او پنځه ديرش ژوبل شويدي،چاودنه کښې د يو پرائيوټ سکول طالب علمانو ته هم مرګ ژوبله اوړيدلي ده.د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياني خبري ادارو ته وئيلي دي چې غني خيل اولسوالۍ کښې د ګورنر دفتر نه بهر بمي چاودنه شويده.د هغه وينا وه چې بريد ګرو وړومبې د يو ګاډي په وسيله د ضلعي ګورنر دفتر مخې ته چاودنه وکړه او باقي بريد ګرو غوښتل چې د ګورنر ودانې ته داخل شي ولې سيکيورټي فورسز سره نښتې په وخت حمله کونکي وژلي شويدي.عطاالله خوګياني زياته کړه چې چاودنه کښې اتلس کسان مړه او پنځه ديرش ژوبل شويدي.افغان خبري ادارو د پيښې د عيني شاهدينو په حواله وئيلي دي چې د ضلعې ګورنر دفتر سره نزدې يو پرائيوټ سکول هم وو او د چاودنې په وخت د سکول چهټي شوي وه چې لوجې ئې د سکول طالب علمانو ته هم مرګ ژوبله اوړيدلي ده