افغانستان نه د بهرملکى پوځيانو د انخلا عمل روان دې

افغانستان نه د بهرملکي پوځيانو د انخلا عمل جاري دے، امريکني پوځيانو هلمند ولايت کښې خپله لويه پوځي اډه خالي کړې او افغان سيکيورټي فورسز ته په رسمي توګه دغه اډه حواله کړي شويده،دوحه لوظنامې مطابق امريکې او ناټو پوځيانو د خالي د ورځې نه د پوځيانو د انخلا عمل شروع کړيدے او د امريکني صدر جوبائيډن فيصلے مطابق به روان کال يوؤلسم ستمبر پورې ټول بهرملکي پوځ د افغانستان نه وځي

افغان خبري ادارو ترمخه امريکني پوځيانو د هلمند ولايت په شورابک اولسوالۍ کښې انتونيک په نوم پوځي اډه خالي کړيده  او په اډه پورته کړي شوي امريکني بيرغ ئې راکښته کړي او د هغې په ځائې د افغانستان بيرغ  ځورنډ کړې شويدے

د هلمندولايت ملي اُردو لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې افغان سيکيورټي فورسز په رسمي توګه د اتوار د ورځې نه د دې پوځي اډے سيکيورټي سنبهال کړيده او افغان پوځ به  د دې اډے نه د ترهه ګرۍ خلاف جنګ جاري ساتي

دې نه مخکښې امريکني پوځ کال دوه زره څوارلسم کښې هم دا پوځي اډه خالي کړي وه او افغان فورسز ته ئې حواله کړي وه ولې کال دوه زره اتلسم کښې د هلمند ولايت سيکيورټي حالات خرابيدو لوجې امريکني پوځيان واپس دې اډے ته راغلي وو