افغانستان نه ټول بهرملکى پوځيانو د انخلا ډيډلائن مقررولو لپاره خبرې روانې دى

افغانستان نه ټول بهرملکي پوځيانو انخلا په حواله نوې ډيډلائن مقررولو لپاره د امريکې او طالبانو ترمينځ خبرې رواني دي ،طالبانودريز خپل کړې که چرې جولائي مياشت پورې افغانستان نه ټول بهرملکي پوځ وځي نو دوي بين الافغاني مذاکراتو ته بيا ناستې او ترکي کانفرنس کښې شموليت سره سره افغانستان کښې تاؤ تريخوالې کمولو لپاره تيار دي

د افغانستان خبرې ادارو ترمخه طالبانو او امريکې ترمينځ د پوځ انخلا حتمي نيټه ټاکلو په معامله يو وارې بيا رابطې شويدي او دواړه فريقين افغانستان نه ټول بهرملکي پوځيانو انخلا په معامله په نوي نيټه اتفاق رائے پيدا کولو کوشش کوي ذريعو ترمخه طالبان کوشش کوي چې امريکه دې ته تياره کړي چې دوي د روان کال جولائۍ مياشت پورې افغانستان نه په هر صورت ټول پوځ واپس راوبلي ذرائع زياتوي چې باهمي رابطو دوران طالبانو وړانديز کړېدي که چرې دواړه فريقين په دې حقله څه فيصلې ته اورسيدل نو طالبان به افغانستان کښې تاؤ تريخوالي کم کړي او ځنډيدلي بين الافغاني مذاکرات به بيا شروع شي دوحه لوظنامې مطابق امريکې د روان کال يکم مئي نه افغانستان نه ټول پوځ رابللو لوظ کړي وو ولې صدر جوبائيډن اقتدار سنبهالولو وروستود دغې لوظنامې بيا د سره جائزه اخستو وروستو اعلان کړېدے چې افغانستان نه به د امريکې او ناټو پوځيان په يوؤلسم ستمبر د انخلا عمل مکمل کوي