افغانستان نه پاکستان ته درآمد کيدونکي ميوؤ باندې کسټم ډيوټي زياته کړي شوي

افغانستان نه پاکستان ته درآمد کيدونکي ميوؤ باندې کسټم ډيوټي زياته کړي شوي چې ورسره ملک کښې د ميوؤ نرخونه نور د سيوا کيدو انديښنه پيدا شوې، کسټم چارواکي وائي چې د ميوؤ په درآمد ريګوليټري ډيوټي به راتلونکي کال يويشتم فرورۍ پورې نافذ وي، مقامي تاجرانو په دې ټيکسونو کښې اضافه مسترد کړې او د افغانستان نه ئې د ميوؤ درآمد بند کړېدے
کسټم چارواکو بيان ترمخه د افغانستان نه درآمد کيدونکي ميوؤ باندې لګولي شوي ريګوليټري ډيوټۍ باندې عمل درآمد شروع شوېدے د افغانستان نه راتلونکي سيب باندې د يو ټن په سر نهه پنځوس زره،انګورو باندې دوه څلويښت زره اته سوه او انار باندې شپيته زره اته سوه روپۍ ډيوټي سيوا کړي شويده پاکستاني تاجرانو په درآمدي ميوؤ د ټيکسونو موجوده شرح مسترد کړې او افغانستان نه ئې د انګور،انار،خربوزے او نورؤ ميوؤ درآمد بند کړيدي چې لوجې ئې په طورخم بارډر د ميوؤ نه ډک په سوؤنو ګاډي ولاړ دي او دغه ميوه د ضائع کيدو خطره پيدا شويده