افغانستان نه پس امريکې په عراق کښې هم خپل جنګى مشن د ختمولو فيصله کړيده

افغانستان نه پس امريکې په عراق کښې هم خپل جنګى مشن د ختمولو فيصله کړيده،د عراق وزيراعظم مصطفي کاظمي سره ملاقات دوران صدر جوبائيډن وئيلي دي چې عراق کښې موجود زياتره امريکني پوځيان روان کال آخره پورې ملک ته واپس رابلو،دا مهال د عراقي پوځ تربيت او دوي له صلاح مشورو لپاره د امريکې دوه نيم زره پوځيان په بغداد کښې موجود دي

د عراق وزيراعظم او امريکني صدر جوبائيډن ترمينځ ملاقات په وائټ هاؤس کښې شوي چې پکښې د عراق په موجوده صورتحال او ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ په معاملو خبرې شويدي ملاقات دوران امريکني صدر جوبائيډن ووئيل چې د داعش خلاف د امريکې جهګړه د سيمي امن او استحکام لپاره مهمه وه د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې به د سيمې ملکونو سره د امريکې مرستې مستقبل کښې هم جاري وي په دې موقع مصطفي کاظمي ووئيل چې عراق کښې امن بحال شوېدے او د بهرملکي پوځيان نور پاتي کولو ته ضرورت نشته د دواړو مشرانو ملاقات نه پس امريکني صدر جوبائيډن وئيلي دي چې د روان کال آخره پورې به عراق کښې امريکني جنګي مشن پائي ته اورسي او زياتره پوځيان به واپس رابللي شي عراق کښې دا وخت د امريکې دوه نيم زره پوځيان موجود دي،امکان دے چې ځني پوځيان به د عراق سيکيورټي اهلکارو تربيت لپاره په بغداد کښې پاتي شي