افغانستان نه پوځ واپس رابللو نه پس به هم افغان حکومت او اولس سره د امريکې هر قسمه مرستې جارى وى ، امريکې پوځ مشر جنرل مارک

Chairman of the Joint Chiefs of Staff Gen. Mark Milley testifies to Senate Armed Services Committee about the budget, Wednesday, March 4, 2020, on Capitol Hill in Washington. (AP Photo/Jacquelyn Martin)

د امريکني پوځ مشر جنرل  مارک ميلي  وئيلي دي چې د خپل ملک او اولس دفاع لپاره افغان پوځ ښه روزل شوېدے ولې بيا هم د افغانستان د مستقبل ضمانت څوک نه شي ورکولے بلخوا خارجه وزير انتوني بلېنکن وئيلي دي چې افغانستان نه پوځ واپس رابللو وروستو به هم افغان حکومت او اولس سره د امريکې هر قسم مرستې جاري وي

واشنګټن کښې ميډيا سره خبرو په وخت د امريکني پوځ مشر جنرل مارک ميلي دي چې د افغانستان نه د پوځ انخلا عمل جاري دے او کيدې شي چې د يوؤلسم ستمبر نه مخکښې ټول ناټو پوځيان خپل ملکونو ته ستانه شي

د هغه وينا وه چې  د افغانستان خواؤ شا درې لکه پوځيان د کلونو راهسې دغې ملک کښې روان جهګړې مشري کوي ولې د ناټو پوځ انخلا نه پس به افغانستان کښې امنيتي صورتحال څنګه وي  د دې ضمانت هيڅوک نه شي ورکولے

يوې پوښتنې په جواب کښې جنرل مارک ميلي ووئيل چې د دې اوږد مهاله جنګ د خاتمے لپاره افغان حکومت او طالبانو سره اوس هم موقع شته بايد چې فائده ترې پورته کړې شي

بلخوا امريکني خارجه وزير انتوني بلېنکن لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې افغانستان نه د پوځ د انخلا مطلب دا نه دے چې ګني امريکه به افغانستان يواځې پريږدي

بيان کښې زياته کړي شويده چې د پوځ انخلا وروستو به هم  افغانستان کښې د امريکې سفارتخانه موجود وي او دافغانستان اقتصادي پرمختګ لپاره به  مستقبل کښې هم د امريکې مرستې جاري وي