افغانستان يو ازاد خپلواکه ملک دې ، اميرحيدر خان هوتى

افغانستان يو آزاد او خپلواکه ملک دې،بائد چې ټول هيوادونه د افغانستان د خپلواکۍ احترام اوکړي،د عوامې نيشنل پارټۍ مرکزي ورکنګ کميټۍ غونډې نه پس د امير حيدرخان هوتي ميډيا بريفنګ،حيدر هوتي وائي چي بائد چي افغانستان کښې د بشرۍ حقونو خيال اوساتلې شې او د افغانستان د مستقبل فيصله به افغان اولس کوي

دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي ورکنګ کميټۍ غونډه د مرکزي سينيئر نائب صدر امير حيدرخان هوتي په مشرۍ کښې اسلام آباد کښي ترسره شوه،اجلاس نه روستوامير حيدر خان هوتي ميډيا ته بريفنګ کښې اووئيل چي عوامې نيشنل ګوند د افغانستان د معاملاتو نه لاتعلقه نه ده،عوامې نيشنل پارټي افغانستان کښې تل پاتې سوله غواړې،د هغه وينا وه چي بائد افغانستان کښې د زنانو او بشرې حقونو خيال اوساتلې شې او جينکۍ د تعليم د حق نه محرومه نکړې شې اميرحيدر خان هوتي وينا وه چي د افغانستان د مستقبل فيصله به افغان اولس کوي،يو هيواد هم حق نه لري چي په افغانستان خپلې فيصلې مسلط کړي،افغانستان کښې د امن يواځينې لار مذکرات ده،که چرې زمونږ د مشرانو خبره پخوا منلې شوې وې نو څلويښت کاله به افغانستان کښې بدامني نه وې حيدر هوتي دا هم وئيلي که چرې افغانستان کښې عبوري نظام مخصوص وي نو مشکلات به سيوا کيږي،بائد چي ټولو فريقين په اعتماد کښې واخستې شې تحريک طالبان پاکستان سره مذکراتو تجويز متعلق د خيبر نيوز سوال په جواب کښې حيدر هوتي اووئيل که چري په حکومتي کچ په دے اړه څه تجويز مخې ته راغلو نو عوامي نيشنل پارټي به مشاورت نه پس خپل لائحه عمل ټاکي حيدر هوتي ميډيا له ډاډ ورکړو چي اے اين پي د ميډيا په آزادۍ باور لري او پي ايم ډي اے بل خلاف د صحيافيانو ملګرتيا کوو