افغانستان په حواله ماسکو فارميټ غونډه د شورو په ورځ کيږي چې پکښې به د پاکستان،چين،بهارت او ايران نه علاوه د افغانستان د ګاونډي ملکونو استازي ګډون کوي،اجلاس کښې د شرکت بلنه نه ورکولو باندې طالبانو حکومت په روس سختي نيوکي کړې او وئيلي ئي دي چې د افغانانو شرکت بغير به دا اجلاس بے مقصده او نيمګړې وي، بلخوا د روس خارجه وزير سرګۍ لاوروف يو وارې بيا افغانستان کښې د ټولشموله حکومت د جوړولو مطالبه کړېده
د روس خبري ادارو ترمخه د افغانستان په حواله د ماسکو فارميټ اجلاس په شپاړسم نومبر کيدونکي دے چې پکښې به د افغانستان امنيتي او معاشي صورتحال پشمول افغانانو سره بشري مرستو په معاملو خبرې کيږي افغانستان لپاره د روس استازي ضمير کابلوف خبري ادارو ته وئيلي دي چې دې اجلاس کښې به د پاکستان،چين،ترکمايستان،کرغزستان، تاجکستان،بهارت او ازبکستان نمائندګان شرکت کوي دې اجلاس لپاره د افغانستان حکومتي چارواکي نه دي رابللي شوے چې پرې افغان حکومت د تحفظاتو اظهار کړے ،افغان خارجه وزارت بيان ترمخه د افغانانو د شرکت نه بغير د افغانستان په حواله کيدونکې اجلاسونو هيڅ فائده نيشته بلخوا د بهارت خارجه وزير جے شنکر ماسکو کښې د روس هم منصب سرګۍ لاوروف سره د افغانستان په صورتحال خبرې کړيدي،په دې موقع پريس کانفرنس ته وينا په وخت د روس خارجه وزير په طالبانو زور راوړېدے چې کابل کښې د ټولشموله حکومت جوړولو په حواله دې خپل لوظونه پورا کړي