افغانستان په حواله ماسکو فارميټ غونډه د شورو په ورځ

افغانستان په حواله ماسکو فارميټ غونډه د شورو په ورځ منعقد کيدونکي ده چې پکښې به د روس نه علاوه د پاکستان،چين،ايران او بهارت استازي ګډون کوي،افغان نائب وزيراعظم عبدالسلام حنفي مشرۍ کښې د اسلامي امارت وفد به هم دې اجلاس کښې شرکت کوي،کابل کښې د روس سفارتخانے دې غونډه کښې د حامدکرزئۍ او ډاکټرعبدالله عبدالله د ګډون خبرونه رد کړي او وئيلي ئي دي دې اجلاس لپاره دواړه مشران نه دي رابللي شوے

د روس خارجه وزارت بيان ترمخه ماسکو فارميټ غونډې مقصد د افغانستان په حواله علاقائي اتفاق رائے پيدا کول دي اجلاس کښې به د افغانستان موجوده صورتحال او افغانانو سره سويلين امداد په معاملو خبرې کيږي بيان کښې زياته کړي شويده چې اجلاس کښې په نورو موضوعاتو غور کولو نه علاوه د طالبانو په وفد به زور راوړلې شي چې افغانستان کښې دې جامع حکومت جوړ کړي بلخوا کابل کښې د روس سفارتخانے وئيلي دي چې ماسکو فارميټ غونډه کښې حامدکرزئۍ او ډاکټر عبدالله عبدالله له د شرکت بلنه نه ده ورکړي شوے او دې غونډه کښې د دواړو مشرانو د ګډون په حواله رپورټونه بے بنياده دي