افغانستان کښي د طالبانو حملو کښي شل سيکيورټي اهلکار وژلے شوي

0
365

دافغانستان په بغلان ولايت کښي طالبانو د افغان فوج او پوليس په چيک پوسټونو حملے کړي دي،افغان ميډيا مطابق په دغه حملو کښي شل سيکيورټي اهلکار وژلے شوے دي
افغان ميډيا مطابق بغلان ولايت کښي تيره شپه ګنړشمير طالب جنګيالو د افغان فوج او پوليس په چيک پوسټونو بريدونه کړے دي، طالب جنګيالو د فوج په پينځه او پوليس په اته چيک پوسټونو قبضه هم کړے ده،دے نه علاوه ګنړ شمير کلي هم د طالبانو په لاس ورغلي دي
افغان ميډيا وائي چي په دغه حملو کښي شل سيکيورټي اهلکار وژلے شوے هم دي
بلخوا هرات ولايت کښي هم طالب وسله والو د سيکيورټي فورسز په يو چيک پوسټ د سپکے او درني وسلے د لارے بريد ترسره کړے دے،د ګورنر وياند مطابق بريد کښي نهه سيکيورټي اهلکار مړه او شپږ ژوبل شوے دي
وياند دعوا کړے ده چي د سيکيورټي فورسز جوابي کارروائي کښي لس طالب جنګيالي هم وژلے شوے او پينځه ژوبل شوے دي