افغانستان کښي د پائيدارامن په خاطربين الافغاني مزاکرات صبا نه دوحه کښي شروع کيږي

افغانستان کښي د پائيدارامن په خاطربين الافغاني مزاکرات صبا نه دوحه کښي شروع کيږي

افغانستان کښي د پائيدار امن په خاطر د افغانانو تر منځه خپل منځي خبري اتري صبا نه دوحه کښي شروع کيږي ، بين الافغاني مزاکراتو کښي ګډون لپاره د افغان حکومت وفد سرښارکابل نه قطر ته تلي.دي بين الافغان مزاکراتو کښي د افغان دولت د نولس کسیزه وفدمشري معصوم ستانکزی او د طالبانو د يوويشت کسیزه پلاوي مشري عبدالحکیم حقاني کوي.د مذاکراتو افتتاحي غونډه کښې به د افغانستان د ملي مصالحتي شورا مشر عبدالله عبدالله پشمول د امریکي خارجه وزير مائيک پومپيواو قطر خارجه چارو وزیر هم ګډون وکړي.وئيلي کيږي چې دوحه کښي کيدونکي دا خبري اتري به درې ورځې دوام اولري او د سفارتي رواياتو مطابق وړمبۍ ورځ غير رسمي وينا ګانو لپاره مخصوص کړي شوي