افغانستان کښې امريکنى پوځيانو شميره کمول به نقصانونه رامخې ته کړى

0
76

افغانستان کښې د اتحادى ځواکونو کمانډر جنرل جان کيمبل وئيلې دى چې افغانستان کښې امريکنى پوځيانو شميره کمول به نقصانونه رامخې ته کړى

دا خبره هغه د سينټ آرمډسروسز کميټۍ غونډې ته وينا پرمهال کړے ده
د هغه وينا وه چې صدر اوبامه افغانستان کښې ميشته نهـ زره اته سوه پوځيانو شميره پنځه نيمې ته راکمولو تجويز وړاندې کړېدے ولې دا به خطرناکې نتيجې رابرسيره کړى
جان کيمبل اوئيل چې افغان ځواکونو دومره پياوړتيا نه لرى چې په خپل سر د مخالف جنګيالو مخ نيوې اوکړى او که چرې دغې هيواد نه پوځيانو راويستلى شى نو د افغان اهلکارو تربيتى عمل متاثره کيدو انديښنې پيدا کيدې شى
هغه زياته کړه چې
دغه شان د رى پبلک ګوند سنيټر جان مکين هم افغانستان نه پوځيانو واپسۍ تجويز مخالفت کړے او وئيلې ئې دى چې د ترهه ګرۍ مخ نيوى لپاره افغان پوځ ته تربيت ورکول جارى ساتل پکار دى
ياده دې وى چې صدر اوبامه اراده لرى چې د روان کال آخرى مياشت کښې افغانستان کښې ميشته پوځيانو شميره نيمې ته راکمه کړى او هم په دې تجويز د سينټ آرمډ سروسز کميټۍ کښې بحث شوېدے