افغانستان کښې امن واستحکام صرف د پاکستان نه بلکه د پورا خطې امن و استحکام دے،وزيرخارجه شاه محمودقريشي

افغانستان کښې امن واستحکام صرف د پاکستان نه بلکه د پورا خطې امن و استحکام دے،وزيرخارجه شاه محمودقريشي

وزيرخارجه شاه محمودقريشي انسټي ټيوټ آف سټريټجک سټيډيز اسلام آباد کښې تقريب ته خطاب کړے، وائي چې په افغانستان کښې امن و استحکام نۀ صرف د پاکستان بلکه د پورا خطې امن و استحکام دے، افغانستان کښې د مفاهمتي عمل کاميابي خپل کاميابي ګڼو
شاه محمودقريشي وئيلي دي چې اسلام آ‌باد او کابل له به په ګډه سره د معاملاتو حل کولو لپاره وړاندې کېدل وي، او د بهترين او روښانه سباون لپاره به د خپل تېر وختونو ټولې غلطۍ هېرول وي، عالمي ورورولي هم د افغان مسئلې د سياسي حل حمايت کوي، شاه محمود قريشي داهم وئيلي دي چې پاکستان د افغان مهاجرين په عزت او وقار سره د واپسۍ خواهش لري، دې سلسله کښې دې هم نړيوال طاقتونه خپل کردار ادا کړي،