افغانستان کښې دامن بحالۍ په حواله ښه موقع په لاس راغلے ده: ترجمان دفتر خارجه

وزارت خارجه د کورونا وائرس خوريدو مخنيوي لپاره مهم ګامونه پورته کړي

افغانستان کښې د امن بحالۍ په حواله ښه موقع په لاس راغلے ده بايد چې ټول افغانان دې د دې موقعې نه فائده پورته کړي،د خارجه دفتر ترجمانې عائشه فاروقي پريس بريفنګ، دا ئې هم وئيلي دي چې د خالي په ورځ دوحه کښې د امريکې او طالبانو ترمينځه سولې لوظنامې دستوره کښې به خارجه وزير د پاکستان د وفد نمائندګي کوي
هفته وار پريس بريفنګ دوران د خارجه دفتر ترجمانې د امريکې او طالبانو ترمينځه امن معاهدې هرکلي کړېدے او وئيلي ئې دي چې پاکستان د افغانستان سولې عمل کښې غوره کردار ادا کړېدے
د هغې وينا وه چې د طالبانو او امريکې ترمينځه سولې معاهده لاس ليک کيدو سره به بين الافغاني مذاکراتو ته هم لار کهلاؤ شي او د افغانستان امن او استحکام لپاره ضروري ده چې ټول افغانان د دې موقعې نه ګټه پورته کړي
عائشه فاروقي د سيمې امن او استحکام لپاره د کشمير د مسئلې پائيدار حل لازمي ګرځولي دے او د صدر ټرمپ لخوا د بهارت دورې په مهال د کشمير په مسئله د ثالثې د وړانديز ئې هرکلي کړېدے
د خارجه دفتر ترجمانې زياته کړه چې ايران کښې کرونا وائرس خوريدو په معامله تهران سره په رابطه کښې يو او کرونا وائرس مخ نيوي لپاره ورته مو د مرستو باور ورکړېدے