افغانستان کښې درې نور ماشومان د پوليو د رنځ ښکار شوي

خيبر پښتونخوا کښې پنځه نور پوليو کيسونه مخي ته راغلي

ګاونډي ملک افغانستان کښې درې نور ماشومان د پوليو د رنځ ښکار شويدي چې پکښې يو ماشوم مړ شوي هم دے،د پوليو مخ نيوي ادارے چارواکو وينا ترمخه روان کال دوران پوليو وائرس نه متاثره ماشومانو شميره شپږو ته رسيدلي ده
د افغانستان پوليو رنځ مخ نيوي ادارې افسر نورجان راسح بي بي سي سره مرکه کښې وئيلي دي چې روانه هفته مختلفو سيمو کښې درې ماشومان د پوليو د رنځ ښکار شويدي
د هغه وينا وه چې سنګين اولسوالۍ کښې يو ماشوم د پوليو مرض د لاسه مړ شوېدے ولې واشير ضلع کښې دوه کلن ماشوم دائمي فالج کښې اخته شوېدے
نور جان راسح زياته کړه چې د اورزګان ولايت په چوره کلي کښې د لس مياشتو په ماشومې کښې هم د پوليو د وائرس تصديق شوېدے
هغه زياته کړه چې روان کال دوران د پوليو د رنځ ښکار ماشومانو شميره شپږو ته رسيدلي ده چې تعلق ئې د هلمند،کندهار او اورزګان صوبو سره دے
ياده دې وي چې تير کال په افغانستان کښې د پوليو يويشت کيسونه رجسټرډ شوي وو